دلوبغاړو په اړهریکارډونهنړیوال کریکټ

د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسي پیلیز توپ وهونکي شکر دهوان یو بل ریکارډ ثبت کړ.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسي پيلیز توپ وهونکي «شکر دهوان» یو بل ریکارډ ثبت کړ چې په لوی «ډېر» عمر کې د ملي لوبډلې لوبډلمشري ورکړل شوه.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډله د درې پنځوس اوریزه او درې شل اوریزه سیالۍ په موخه سریلانکا ته سفر وکړ چې دغه سیالۍ به د یاد شوي هېواد په کوربتوب ترسره کړي.

که څه هم باید سریلانکا ته د ویراټ کوهلي په لوبډلمشرۍ کې هندۍ لوبډلې سفر کړی وای خو کرونا محدودیاتونو او انګلستان خلاف سیالۍ وروسته هند کرکټ کنټرول ادارې د شکر دهوان په مشرۍ دوهمه ملي لوبډلې سریلانکا ته ولیږله.

داسې راپورونو وو چې ممکن د هندۍ دوهمې لوبډلې لوبډلمشري مانیش پنډې وکړي خو برعکس د لوبډلې مسولیت شکر دهوان ته وسپارل شو.

له شکر دهوان وړاندې په ستر عمر کې د لومړي ځل لپاره د لوبډلمشرۍ دنده یو بل هندي لوبغاړي «مهندر امرناټ» ته ورکړل شوي وه چې نوموړی د ۳۴ کاله او ۳۷ ورځې په عمر وو.

خو شکر دهوان دغه ریکارډ مات کړ چې ۳۵ کالونو او ۲۲۵ ورځو په عمر کې د لومړي ځل لپاره د ملي لوبډلې لوبډلمشري ورکړل شوه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې