دلوبغاړو په اړهمقالې

د سریلانکا پخواني توپ اچونکي «مورلي درن» زوی هم کټ مټ د پلار په څير دی.

مورلي درن د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې هغه نامتو توپ اچوونکی و،چې د کرکټ په ډګر کې یې په جادوګر بالر یا توپ اچوونکي شهرت درلوده.

نوموړي په نړیوال کرکټ ډګر کې ” ۱۰۰۰” زیاتې ویکټې اخیستي وې او تراوسه داسې بالر ندی پیدا شوی چې د هغه ریکارډ ته ځان ور وراسوي.

نوموړي د بالینګ یو ځانګړی انداز یا اکشن هم درلوده،خو اوس د هغه زوی نارېن هم د خپل پلار په څير کټ مټ د بالینګ اکشن لري او د نوموړي وروستۍ ویډیو چې پکې لیدل کيږي،د خپل پلار په څير توپ اچونه ترسره کوي،په ټولنیزو رسنیو کې یې د مینه والو پام ځانته را جلب کړئ.

پخپل مورالي درن هم د خپل زوی او همداشان د خپل اکشن ګډه ويډیو په ټویټر پاڼه خپاره کړي ده.

مورالي درن د سریلانکا لپاره په ۱۳۳ ټيسټ لوبو کې ۸۰۰ ویکټې اخیستي دي.همداشان یې په یوه ورځنیو لوبو کې یې ۵۳۴ او په شل اوریزو لوبو کې يې ۱۳ ویکټې اخیستي وي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې