دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د بنګله دیش په وړاندې د زمبابوې لوبډلمشر په حیرنونکي توګه اوټ شو، داسې چې خپله هم حیران پاتې شو.

د بنګله دیش او زمبابوې ترمنځ د دریو پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ نن دوهمه لوبه پیل شوه چې زمبابوې پکې ښه پیل نلري.

زمبابوې په ۳۳ منډو کې دواړه پیلیز توپ وهونکي د لاسه ورکړل، وروسته لوبډلمشر برینډن ټایلر میدان ته راغی لوبه یې کنټرول کړه.

خو نوموړی د لوبې په ۲۵ م اور کې شوریفل اسلام په توپ په حیرنونکي توګه وسوځېدۀ، نوموړي ته بونسر توپ وچول شو چې د ویکټ کیپر لاسونو ته توپ ورسېدۀ.

خو وروسته نوموړي اکشن وکړ چې باید دغه توپ یې دغه رقم لوبولی وای چې د خپل اکشن پرمهال یې «بیټ» په بیلیزونو ولګېدۀ او نوموړی د لوبڅارانو لخوا په «۴۶» منډو اوټ اعلان شو.

باید یاده کړو چې نن د بنګله دیش او زمبابوې ترمنځ د «ورلډ کپ سوپر لیګ» دوهمه یو ورځنۍ لوبه روانه ده چې لومړۍ لوبه یې بنګله دیش په لوی توپیر ګټلي وه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې