افغانستان کریکټمقالې

ایا پوهیږئ، چې د افغان ملې لوبډلي لپاره تر ټولو مخکښ ویکټ اخیستونکی لوبغاړی څوک دئ؟

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې که څه هم نړیوال کرکټ ته یې راتګ دومره وخت نه کیږي، نسبت وو نورو لوبډلو ته خو بیا هم په دې لوبډله کې اوس د نړۍ په سطحه پیاوړي توپ اچونکي شته.

د افغانستان په کرکټ ملې لوبډله کې څلور هغه لوبغاړي درپېژنو، چې په دې لوبډله کې تر نورو لوبغاړو مخکښ دي او زیاتې ویکټي یې ترلاسه کړي دي، د دوی له ډلې په لومړي سر کې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې سلو توپ اچونکی راشدخان ارمان شتون لري، راشد په لومړي په ۲۰۱۵ کال کې ملې لوبډلې ته رالئ، هغه تر دې دمه پوري ۲۶۷ لوبغاړي په دریېو واړو فامټونو کې سوځولي دي.

په دوهم ځای کې پیاوړی الراونډر لوبغاړی محمد نبی عیسی خیل شتون لري، دا لوبغاړی له ۲۰۰۹ کال څخه په ملې لوبډله کې قرار لري او په خپلې زیاتې تجربې سره یې په ټوله نړۍ کې د ملې لوبډلې نوم روښانه کړی دی، نبي تر اوسه په دریېو واړو فارمټونو کې ۲۱۲ لوبغاړي سوځولي دي.

دولت ځدران دریېم مخکښ ویکټ اخیستونکی دی، دا لوبغاړی د افغانستان د کرکټ په ملې لوبډله کې له ۲۰۱۱ کال څخه په ملې لوبډله کې شتون لري، خو په تېرو دریېو کلونو کې بیا په ملې لوبډله کې نه لیدل شوی، دولت ځدران په دې موده کې ۱۵۵ ویکټي ترلاسه کړي وې.

او څلورم لوبغاړی، چې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ته یې زیاتې ویکټي ترلاسه کړي دي، هغه سلو توپ اچونکی مجیب الرحمن ځدران دی، دا لوبغاړی په لومړي ځل په ۲۰۱۷ کال کې په ملې لوبډله کې را ښکاره شو، چې له هغه وروسته د نړۍ په مشهور لیګ آې پي ایل سیالیو کې هم واخیستل شو، دې لوبغاړي په ټوله کې د ملې لوبډلې لپاره تر دې دمه پوري ۹۶ ویکټي ترلاسه کړي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې