بهرني لوبغاړيمقالې

ایا خبر یاست، انګلستان کرکټ ملې لوبډلې ته چا په شل اوریزه لوبو کې په کمو توپونو سلیزه جوړه کړې؟

د انګلستان د  کرکټ ملې لوبډله پیاوړی لوبډله ده او په دې لوبډله کې تر ډېره پوري قوي لوبغاړي شته، لوبیږي او لوبډله تر بریا پوري رسوي.

دلته درې هغه لوبغاړي درپېژنو، چې د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې ته یې په شل اوریزه لوب کې په کمو توپونو باندي ۱۰۰ منډي جوړي کړي وي، د دوی له ډلې یې په لومړي ځای کې لیم لیونګسټون دی، دا لوبغاړی د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې ته په لوبډله کې تازه داخل شوی دی او دې ریکارډ ته یې ځان روسولی دی، هغه په روان ۲۰۲۱ کال کې د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې پروړاندي په لوبه کې په ۴۲ توپونو تېزه سلیزه ترسره کړه.

په دوهمه ځای کې ډیویډ میلان بل انګلستانی لوبغاړی دی، دی هم پیاوړی توپوهونکی دی، دې لوبغاړي په ۲۰۱۹ کال کې د نیوزلینډ کرکټ ملې لوبډلې پرړواندي په شل اوریزه  لوبه کې په ۴۸ توپو نوباندي تېره سلیزه ترسره کړې وه.

او په دریېم ځای کې د همدې انګلستانۍ لوبډلې پخوانی لوبغاړی، چې اوس په لوبډله کې تر ډېره پوري چانس نه ورکول کیږي، هغه الکس هیلز دی، دې لوبغاړي په ۲۰۱۴ کال کې د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې پروړاندي په یوه شل اوریزه لوبه کې په ۶۰ توپونو باندي تېزه سلیزه ترسره کړې وه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې