دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ګمبیر: نړیوال جام کې د پاکستان خلاف لوبه کې باید روهیت شرما او کوهلي خپل مسؤلیت په غاړه واخلي

نړیوال شل اوریز جام چې یوازې څو میاشتې وخت ورته پاتي دی،کرکټ نړیوالې شورا د یاد جام د لوبډلو ګروپ بندي هم اعلان کړه.

د ګروپ بندۍ له مخې دوه سختې سیالې لوبډلې هند او پاکستان (ګروپ ۲) کې قرار لري او یادې لوبډلې به د یو او بل په وړاندې سیالۍ ترسره کړي.په همدې ګروپ کې افغانستان او نیوزیلینډ لوبډلې هم ورسره شاملې دي.

د پاکستان ضد د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی ګوټم ګمبیر وایي،کله یې چې لوبډله د سیالې پاکستانۍ لوبډلې په وړاندې نړیوال جام کې لوبه کوي،تجربه کارو لوبغاړو روهیت شرما او ویراټ کوهلي ته په کار دي چې د لوبې هر قسم ذمه واره پخپله غاړه واخلي او بې تجربې لوبغاړو ته داسې موقع ورکړي چې د لوبې خوند واخلي او کوم فشار پرې رانشي.

دده په وینا،چې کله روهیت او کوهلي ذمه واره په غاړه واخلي،ځوان لوبغاړي به خپله استراحت او ارام احساس وکړي.

د یادونې وړ ده چې نړیوال شل اوریز جام به د اکتوبر په اوولسمه نېټه پیل چې د نومبر تر څوارلسمې به دوام وکړي.

ټولې لوبډلې سر له اوسه د یاد جام لپاره په تیاریو بوختې دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې