نړیوال کریکټ

په لومړۍ شل اوریزه سیالۍ کې پاکستان لوبډلې انګلستان ته لوی «۲۳۳» منډې هدف وټاکۀ چې انګلستان ترلاسه نشو کړی.

د انګلستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ لوبه ترسره شوه چې پاکستان پکې په «۳۱» منډو بریا خپله کړه.

په سیالۍ کې انګلستان د ټاس ګټلو وروسته پاکستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه چې پاکستان ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو سوځېدو په سر ۲۳۲ منډې وکړې او انګلستان ته لوی «۲۳۳» منډې هدف وټاکل شو.

پاکستان ته په توپ وهنه کې محمد رضوان په ۴۱ توپونو ۶۳ او بابر اعظم په ۴۹ توپونو ۸۵ منډې وکړې، انګلستان ته ټام کرن دوه، ترڅنګ یې ډیویډ ویلي، ثاقب محمود او لیوس ګریګوري یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.

انګلستان د ټاکل شوي هدف په تعقیب لوبه پیل کړه چې ۱۹.۲ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۲۰۱ منډې جوړې کړې، انګلستان ته لیام لیونګسټون په ۴۳ توپونو د ۹ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مټ «۱۰۳» منډې جوړې کړې.

پاکستان ته شاهین شاه افریدي او شاداب خان درې درې ویکټې ترلاسه کړې، د لوبې غوره لوبغاړی شاداب خان اعلان شو پاکستان د دریو شل اوریزه سیالیو په لړۍ کې یو په صفر مخکې شو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې