نړیوال کریکټ

ویسټ انډیز په وروستۍ شل اوریزه سیالۍ کې هم استرالیا ماته کړه او د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ یې څلور په یو «۴-۱» وګټله.

د ویسټ انډیز او استرالیا ترمنځ د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ پنځمه او وروستۍ لوبه هم ترسره شوه چې پکې ویسټ انډیز په «۱۶» منډو بریا خپله کړه.

په سیالۍ کې ویسټ انډیز د ټاس ګټلو وروسته د توپ وهنې پریکړه چې وکړه چې ۲۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۹۹ منډې وکړې او استرالیا ته د ۲۰۰ منډو هدف وټاکل شو.

ایون لیوس په ۳۴ توپونو ۷۹ منډې وکړې، استرالیا ته انډریو ټای ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

استرالیا د ټاکل شوي په تعقیب د لوبې ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۸۳ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۱۶ منډو په توپیر وبایلله.

استرالیا ته ارون فینچ ۳۴ او میچل مارش ۳۰ زیاتې منډې جوړې کړې، ویسټ انډیز ته شلډون کوټرل او انډري رسل درې درې لوبغاړي وسوځول.

په دې سره د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ کوربه ویسټ انډیز څلور د یو په مقابل کې وګټله، د سیالۍ غوره لوبغاړی ایون لیوس اعلان شو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې