دلوبغاړو په اړهریکارډونهنړیوال کریکټ

ریکارډ: جانمان ملان د سویلي افریقا څلورم لوبغاړی شو چې د پنځوس اوریزه فارمټ یو اننګز کې زیاتې منډې جوړوي.

د سویلي افریقا ځوان لوبغاړي «جانمان ملان» ملي لوبډلې ته په راتګ خپل ځان ثابت او ریکارډ یې ثبت کړ.

نوموړي د سویلي افریقا لپاره یوازې ۷ پنځوس اوریزه نړیوالې سیالۍ ترسره کړي دي چې د دوه پنځوسیزو او دوه سلیزو په مټ د ۱۲۰ اوسط سره لوبیدلی دی.

نوموړي تېره شپه د ایرلینډ خلاف دریمه پنځوس اوریزه سیالۍ کې په ۱۶۹ توپونو ۱۷۷ منډې جوړې کړې چې د سویلي افریقا بریا لپاره یې بریا خپله کړه.

نوموړی په ۱۷۷ منډو جوړولو سره د سویلي افریقا څلورم لوبغاړی شو چې پنځوس اوریزه فارمټ یو اننګز کې زیاتې ۱۷۷ منډې جوړوي.

له نوموړي وړاندې کري کیرسټن په ۱۹۹۶ م کال کې د اماراتو خلاف *۱۸۸، فاف ډوپلیسي په ۲۰۱۷م کال کې د سریلانکا خلاف ۱۸۵ او ډیکاک په ۲۰۱۶ م کال کې د استرالیا خلاف ۱۷۸ منډې جوړې کړي وې.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې