نړیوال کریکټ

د سویلي افریقا او ایرلینډ ترمنځ د دریو پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ مساوي پای ته ورسېده.

د سویلي افریقا او ایرلینډ ترمنځ د دریو پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ دریمه او وروستۍ لوبه هم ترسره شوه چې پکې سویلي افریقا په «۷۰» منډو بریا ترلاسه کړه.

په سیالۍ کې سویلي افریقا په لومړي وار توپ وهنې سره ۵۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو سوځېدو په سر ۳۴۶ منډې جوړې کړې.

سویلي افریقا ته جانمان ملان ۱۷۷ او ډیکاک ۱۲۰ زیاتې منډې وکړې، ایرلینډ جوش لیټلي دوه ویکټې ترلاسه کړې.

ایرلینډ د ټاکل شوي هدف په تعقیب ۴۷.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۲۷۶ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۷۰ منډو په توپیر وبایلله.

ایرلینډ سمي سینګ ۱۰۰ ناسوځېدلي منډې جوړې کړې، سویلي افریقا انډیل پرهلوکوایو او تبریز شمسي درې درې لوبغاړي وسوځول.

د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه لوبه ایرلینډ، یوه باران او بله یې سویلي افریقا لوبډلې وګټله چې د دریو پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ یو پر یو مساوي پای ته ورسېده، د لوبې او لړۍ غوره لوبغاړی جانمان ملان اعلان شو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې