مقالېنړیوال کریکټ

د تېر نړیوال شل اوریزه جام ګټونکي لوبډلې ته کتنه؛ دا لوبډله بیا قوي راګرځي؟

د ویسټ انډیز د کرکټ ملې لوبډله، چې په ۲۰۱۶ کال شل اوریزه جام کې یې ښې لوبې ترسره کړې، او په پایلوبه یې کې یې قوي انګلستان له ماتې سره مخ کړه او جام یې په خپل نوم کړ.

د ویسټ اڼدیز کرکټ ملې لوبډله، په شل اوریزه لوبو کې جلا نوم لري، دا لوبډله په خپل ترکیب کې پیاوړي لوبغاړي لري، چې زیاتره یې د نړۍ په قوي لیګونو کې لوبیږي او د خپل هیواد نوم ور روښانه کوي، د دوی له ډلي کریس ګیل، انډر رسل، ډوین براوو، سونیل ناراین، کارلوس براتویت او لیوس دا هغه پیاوړي لوبغاړي دي، چې د نړۍ په هر کونج کې یې لوبې ترسره کړي دي.

په ۲۰۱۶ کال کې د ویسټ انډیز د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشري، ډیرن سامي ته ورد غاړي وه، که څه هم یاد لوبغاړی په لوبډله کې دوهره ښه کار ګردګي نه ترسره کول خو د خپلې تجربې پر اساس د ویسټ انډیز د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر وو او نړیوال شل اوریزه جام یې ورته په خپل نوم کړ.

کارلوس براتویت هغه نوم، چي له ۲۰۱۶ کار راهیسي د هر مینوال په زړه او په خوله کې دئ، دې لوبغاړي په ۲۰۱۶ کال نړیوال شل اوریزه جام کې ویسټ انډیز لوبډله په ټرافي ونازوله، هغه په ورستي اور کې په څلورو توپونو باندي ۲۴ منډي ترسره کړې په داسي حال کې، چې دې لوبډلې ته په پوره اور کې ۱۹ منډي په کار وې، خو دې لوبغاړي په څلورو توپونو یا هدف ته ځان ورسوئ.

روان ۲۰۲۱ کال کې دا لوبډله بیا په دې لوبو کې برخه لري، ایا دا لوبډله به بیا وتوانېږي، چې د ۲۰۱۶ کال په څېر نړیوال شل اوریزه جام په خپل نوم کړي؟

د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډله اوس نوي او ځوانو لوبغاړو ته په لوبډله کې ځای ورکوي، خو داسي امکان شته، چې نړیوال شل اوریزه جام ته بیرته په زیات شمېر هم هغه پخواني لوبغاړي واخلي کریس ګیل، چې زیات وخت د دې لوبډلې څخه لیري وو بیرته په یاده لوبډله کې ځای پر ځای شوي، رسل بیرته دې لوبډلې ته راروان دی، ناراین خپل تمرینات پېل کړي دي.

ښکاري ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډله بیا دې لوبو ته زیاته قوي راګرځي، خو که دې نړیوال جام کې ګیل او رسل غوندي لوبغاړو ته په لوبډله کې ځای ورکړي، په زیات امکان سره دا لوبډله کولایسئ، چې په ۲۰۲۱ نړیوال شل اوریزه جام کې بیا ټرافي په خپل نوم کړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې