افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

افغانستان نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډله په اګسټ میاشت کې بنګله دېش ته سفر کوي.

د افغانستان نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډله به راتلوونکي اګسټ میاشت کې د یوې ټيسټ او پنځو یو ورځنیو سيالیو د ترسره کولو په موخه بنګله دېش هیواد ته سفر وکړي.

د بنګله دېش کرکټ بورډ د لوبو پرمختیایي څانګې مشر قیصر ويلي،چې دواړو هیوادونو ترمنځ یادې سيالۍ راتلوونکي نوولس کلنو نړیوال جام ته د تیاري په موخه ترسره کيږي.

هغه وویل: « افغانستان نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډله به د اګسټ په نیمايي کې بنګله دېش هیواد ته راشي.دلته به یوه ټیسټ او پنځه یو ورځنۍ لوبې له مونږ سره ترسره کړي.»

د قیصر په وینا یادې سيالۍ به د بنګله دېش په سېلهېټ ښار کې په اګسټ میاشت کې پيل چې د سپټمبر میاشتې پورې به دوام وکړي.

قیصر زیاتوي،نړیوال جام ته د تیاري لپاره یې دوه ځلې د کرونا له کبله د لوبډلې کمپ له ستونزو سره مخ شو او هیله لري چې افغانستان سره سيالۍ به سمه فضا کې ترسره شي.

د قیصر په وینا چې مونږ د نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې لپاره تر ۳۵ پورې سيالۍ په مخکې لرلې،خو د کرونا له کبله له ستونزو سره مخ شوې.

نوموړي زیاته کړه،د افغانستان نوولس کلنو لوبډلې سره سيالۍ به د دوی لپاره د نړیوال جام تیاري کې ډيره مرسته وکړي.
ټاکل شوي چې د نوولس کلنو نړیوال جام سيالۍ به په ۲۰۲۲ کال کې د ویسټ انډيز په کوربتوب ترسره شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې