نړیوال کریکټ

هند کرکټ بورډ چارواکي د عمان او اماراتو هیوادونو څخه لیدنه کوي او نړیوال جام تیارۍ ارزیابي کوي

ټاکل شوي چې د هند کرکټ بورډ لوړ رتبه چارواکي به د جمعې په ورځ د اماراتو او عمان هیوادونو په لوري سفر وکړي او هلته به له نږدې څخه د د لوبغالو او نړیوال جام تیاریو څخه لیدنه وکړي.

هند کرکټ بورډ ویلي،دوی به لومړي د عمان هیواد څخه لیدنه وکړي او وروسته به اماراتو هیواد ته سفر وکړي او هلته به له ای سي سي چارواکو سره په ځینو اړخونو بحث وکړي.

د هند کرکټ بورډ چارواکي پداسې مهال د یادونو څخه د لیدو خبر ورکړئ چې ټاکل شوي راتلوونکي نړیوال شل اوریز جام به د اماراتو او عمان هیوادونو په کوربتوب ترسره شي.

عمان هیواد به د نړیوال جام غوراوي پړاو د لوبډلو کوربتوب ترسره کړي او عربي امارات به بیا د نړیوال شل اوریز جام کوربتوب په غاړه ولري.

ټاکل شوي راتلوونکي نړیوال شل اوریز جام سیالۍ به د اکتوبر په اوولسمه نېټه د ای پي ایل د پایلوبې درې ورځې وروسته به اماراتو هیواد کې پیل چې د نومبر تر څوارلسمې نېټې به دوام وکړي.

ټاکل شوي وه چې دغه جام به د هند په کوربتوب ترسره شوی وای،خو په یاد هیواد کې د کرونا ویروس د زیاتو پيښو له کبله اماراتو هیواد ته انتقال شو.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې