دلوبغاړو په اړه

عبدالرازق د پاکستانۍ ښځینه کرکټرې په اړه وایي: نېدا دار واده نه کوي،خو وخت به یې تیر وي

نېدا دار د پاکستان ښځینه کرکټ ملي لوبډلې هغه لوبغاړې ده،چې کټ مټ د سړیو په څیر سټایل کوي او خپل ویښتان یې لنډ کړي او په سر کې یې لېکې یا خطونه هم جوړ کړي.

نوموړې زیاتره وخت داسې نه ښکاري چې دا به یوه ښځینه کرکټره وي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي عبدالرازق د یوه خصوصي تلویزون سره په مرکه کې د ښځو د سپورټ او پدې اړه چې واده یې په لوبو څه اغیزه کوي ویلي:” دوی خو ځکه واده نه کوي،غواړي چې کرکټرانې شي.بله دا چې دوی دا هڅه کوي چې سړیو سره سیالې پاتي شي.مګر په هغه وخت کې چې دوی بریاوو او لاسته راوړنو ته رسیږي.د واده احساس به یې له منځه تللی وي.که چیرې تاسو د نېدا دار سره میلو کړئ،هغه به ځان سړی یا هر څه حسابوي،خو بیا هم ښځه ده.اوس خو واده نه کوي،خو بیا به یې وخت تیر وي.”

عبدالرازق پخپلو خبرو کې دا هم تایید کړې چې د واده سربیره یې له ډیرو انجونو سره اړیکه او ملګرتیا ساتلې ده.

د نوموړي وروستیو څرګندونو د هغه مینه وال سخت په غصه کړي او د دوی په وینا چې عبدالرازق باید پداسې څرګندونو وشرمیږي او د لوبډلې ښځینه لوبغاړو ته باید احترام ولري.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې