دلوبغاړو په اړه

روهیت شرما: دانش کرتیک اوس هم ډیر کرکټ وړتیا لري

دانش کرتیک د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی تجربه کاره لوبغاړی پاتي شوی.

خو اوسمهال نوموړی په ای پي ایل سیالیو کې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کوي او په پام کې ده چې نوموړی به د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل په پاتي سیالیو کې هم د خپلې لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کړي.

پدې وروستیو کې دانش کرتیک د کرکټ د لوبو علاوه،په لومړي ځل د هند او نیوزلینډ لوبډلو ترمنځ د ای سي سي ټیسټ چمپیون شيپ سیالیو پایلوبه کې د یوه کمینټیټر یا مبصر په توګه لوبه کې راڅرګند شو.

د مبصر په توګه پخپل رول کې تر ډیره کامیابه و او د مینه وال لخوا هم وستایل شو.د دوی په وینا کرتیک په لوبه ښه تحلیل ترسره کړ او راتلوونکي کې به یو غوره کمینټیټر وي.

پخپله دانش کرتیک پدې وروستیو کې په ټولنیزه رسنۍ باندې د کمینټیټرۍ لباس کې یو تصویر خپور کړ او یاد تصویر ته ډیرو کرکټرانو خپلې تبصرې ورکړې.یو په هغې کې د ممبۍ انډیانز لوبډلې کپتان روهیت شرما و،چې ورته ویې لیکل:تاسو اوس هم ډیر کرکټ په مخکې لرئ او باید دوام ورکړئ.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې