نړیوال کریکټ

د شل اوریزه نړیوال جام تازه ګروپ بندي اعلان شوه چې افغانستان، هندوستان او پاکستان په یو ګروپ کې شامل کړل شوي دي.

د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» لخوا د ۲۰۲۱م کال تازه ګروپ بندي اعلان شوه چې له مخې یې د نیوزیلینډ په شمول هندوستان، پاکستان او افغانستان په یو ګروپ کې شامل کړل شوي دي.

که څه پخواني اعلان شوي د ګروپ سټیچ سیالیو کې هند او افغانستان په یو ګروپ کې شامل وو خو پاکستان لوبډله په دوهم ګروپ کې شامله وه.

د کرکټ نړیوالې شورا تازه د ګروپ سټیج لوبډلې اعلان شوې چې په لومړي ګروپ کې استرالیا، انګلستان، سویلي او ویسټ انډیز لوبډلې شاملې دي.

په دوهم ګروپ کې بیا نیوزیلینډ، هندوستان، پاکستان او افغانستان لوبډلې شاملي دي.

باید یاده کړو شل اوریزه نړیوال جام به روان کال اکتوبر او نومبر میاشتو کې په اماراتو کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ ترسره شي، د افغانستان په شمول ۸ لوبډلو ورته له وړاندې لارموندې کړې ده چې ۴ نورې لوبډلې به ورته د کوالیفای راونډ د لارې لارموندنه کوي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې