بهرني لوبغاړي

سریلانکا یو بل ګوزار وخوړ، د هندوستان خلاف سیالیو څخه یې مهم لوبغاړی بهر شو.

د سریلانکا د کرکټ ملې لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی او ویکټ ساتونکی کوشال پریرا د اوږې ټپ له امله نشي کولائ، د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې پروړاندي په سریز کې برخه واخلي.

د هندونستان او سریلانکا کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو او شل اوریزه لوبو د سریز پېلېدو مخکې د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې لپاره دوهم د خطر زنګ داوو، چې د دې لوبډلې دوهم لوبغاړي نشي کولائ، د هند پروړاندي په لوبو کې برخه واخلي، لومړی لوبغاړی، د سریلانکال لوبډلې تېز توپ اچونکی باینورا فرناندو وو، چې د ټپ له امله یې یاد سریز له لاسه ور کړ او اوس دوهم لوبغاړی کوشال پریرا دي، چې د هند پروړاندي د سریز څخه بې برخي شو.

ټاکل شوې ده، چې د سریلانکا او هندوستان کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د سریلانکا په کوربتوب درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزه لوبې ترسره شي، لومړی به د پنځوس اوریزه لوبو سریزه د جولای میاشتې په ۱۸ مه نېټه پېل شي، دوهمه یې د جولای په ۲۰مه او ورستۍ یو ورځنۍ لوبه یې د جولای میاشتې په ۲۳مه نېټه ترسره کیږي.

له هغه وروسته به د دې دوو هیوادونو ترمنځ د شل اوریزه لوبو سریز پېل شي، لومړۍ شل اوریزه لوبه یې د جولای میاشتې په ۲۵مه نېټه ترسره کیږي، دوهمه یې په ۲۷مه او اخیرنۍ شل اوریزه لوبه یې د همدې میاشتې په ۲۹مه نېټه ترسره کیږي.

کوشال پریرا

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې