ریکارډونهنړیوال کریکټ

د زیاتو شل اوریزه سیالۍ په ګټلو سره استرالیا د پرونۍ لوبې وروسته څلورم مقام خپل کړ، افغانستان هم په دغه لیسټ کې ښه مقام لري.

شل اوریزه کرکټ سیالۍ چې په ۲۰۰۶م کال کې رامیځته شوې له هغې راهیسې ځینو هېوادونو کمې خو ځینې یې په زیات شمېر سیالۍ ترسره کړي دي چې د ګټلو مقام یې په لاندې ډول دی.

د شل اوریزه فارمټ د زیاتو ګټلو سیالیو ریکارډ له پاکستان سره دی چې تر نورو هېوادونو یې زیاتې ۱۷۰ شل اوریزه سیالۍ ترسره کړي دي او په «۱۰۵» سیالۍ ګټلو سره لومړی مقام لري.

دوهم مقام کې هندوستان دی چې د له ۱۴۲ شل اوریزه سیالیو څخه یې زیاتې «۹۱» سیالۍ ګټلي دي.

همدغه راز سویلي افریقا له ۱۳۶ سیالیو څخه «۷۶»، استرالیا له ۱۴۲ سیالیو څخه «۷۲»، نیوزيلینډ له ۱۴۵ سیالیو څخه «۷۲» او انګلستان له ۱۳۴ سیالیو څخه ۷۱ سیالۍ ګټلي دي.

په دغه لیسټ کې ویسټ انډیز له ۱۳۹ سیالیو څخه ۶۳ او سریلانکا له ۱۳۴ سیالیو څخه ۶۱ سیالۍ ګټلي دي.

په دغه لیسټ کې افغانستان نهم مقام لري، که څه هم د افغانستان ګټلو فیصیدي لوړه ده خو د کمو ۸۴ شل اوریزه سیالیو څخه یې ۵۸ سیالیو ګټلو سره نهم مقام کې شتون لري.

په لیسټ کې ایرلینډ وروستی لسم مقام لري چې د ۹۸ شل اوریزه سیالیو څخه یې ۴۱ سیالۍ ګټلي دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې