دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د انګلستان خلاف پنځوس اوریزه سیالۍ کې ځلیدونکی پاکستانی فاسټ بالر د انګلستان خلاف شل اوریزه سیالۍ څخه بهر شو.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی «حسن علي» د انګلستان خلاف د درې شل اوریزه سیالیو لړۍ لومړۍ لوبې څخه بهر شو.

د پاکستان د کرکټ بورډ ویاند په وینا حسن علي په چپ لاس کې د درد احساس کوي او د انګلستان خلاف لومړۍ سیالۍ کې به برخه وانخلي.

د راپورونو له مخې د پاکستان کرکټ بورډ ویاند رسنیو ته وویل چې چټک توپ اچوونکی حسن علي د نن ورځې لوبې لپاره استراحت وکړي، د هغه ډاکټران به د دویمې شل اوریزه سیالۍ دمخه د حسن علي بیا کتنه وکړي.

باید یاده کړو چې د انګلستان او پاکستان ترمنځ به د دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ نن د افغانستان په وخت د شپې ۹:۰۰ بجې پیل شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې