لیګونه

ویسټ انډیز کرکټ بورډ د کورني شل اوریزه «کارابین پریمر لیګ» نېټه او بشپړ مهالویش اعلان کړ.

د کرکټ ویسټ انډیز «سي ډبلیو ای» چهارشنبه د جولاۍ په ۱۴مه نېټه د کارابین پریمر لیګ د راتلونکي پړاو مهالویش اعلان کړ چې ټاکل شوې د اګست په ۲۶مه پیل او د سپټمبر په ۱۵ مه نېټه پای ته ورسیږي.

کارابین پریمر لیګ په اصل کې ټاکل شوې وه چې د اګست په ۲۸ مه نیټه پیل شي او د سپتمبر په ۱۹ مه نېټه پای ته ورسیږي.

خو هند کرکټ کنټرول بورۀ له ویسټ انډیز کرکټ بورډ څخه غوښتنه وکړه چې د انډین پریمر لیګ د ۱۴ م پړاو پاتې سیالیو لپاره خالیګه رامنځته کړي.

د ۲۰۲۱م کال انډین پریمر لیګ وروسته له هغې د مۍ میاشت کې وځنډول شو چې په لیګ کې د ګډون کونکو لوبغاړو د کرونا وایروس مثبتو پېښو شمیر زیات شو.

ویسټ انډیز کرکټ بورډ د هند کرکټ کنټرول ادارې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ او د کارابین پریمر لیګ د پیل او پای نېټه یې درې ورځې رامخکې کړه.

ټاکل شوې ده چې ویسټ انډیز به د پاکستان خلاف دوه ټیسټ سیالۍ ترسره کړي او له دغه لړۍ یوازې دوه ورځې وروسته به کارابین پریمر لیګ د امازون واریرز او تېر کال اتلې لوبډلې ټرینباگو نایټ رایډرز په سیالۍ سره پیل شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې