دلوبغاړو په اړهمرکېنړیوال کریکټ

سعید اجمل:مونږ د تیرو درې کالونو راهیسې دا چیغې وهو چې ښه پېټنیس لروونکي لوبغاړي د شامل شي،خو څوک مو غږ نه اوري.

انګلستان دوهمې لوبډلې ته سر په سر درې لوبو بایللو وروسته د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مینه وال او پخواني لوبغاړي سخت په غصه شوي دي،زیاترو یې ان خپلو لوبغاړو ته ښکنځلې هم کړي دي چې د انګلستان دوهمې یا بي لوبډلې په وړاندې ښه لوبه نشي کولای.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني نامتو لوبغاړي سعید اجمل ویلي،مونږ د تیرو درې کالونو راهیسې دا چیغې وهو چې لوبډلې ته باید ځوان او داسې لوبغاړي چې فټنیس یې برابر وي، ځای ورکړل شي،خو زمونږ غږ څوک نه اوري.

نوموړي د لوبډلې په منجمېنټ او روزونکو سخت انتقاد وکړ چې یوه ضعیفه پالیسي یې رامنځ ته کړې او دوی تراوسه د لوبډلې په جوړښت ندي بریالي شوي.

نوموړي د بابر اعظم د لوبې ستاینه وکړه،ویي ویل،داسې ما سره هم شوي چې یوه لوبه کې به ما پنځه ویکټې واخیستې،خو لوبډلې به لوبه بایلوده.
د نوموړي په وینا داسې حالت د لوبغاړي په ذهن منفي تاثیر کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې