مقالې

سريلانکا کرکټ بورډ د روزونکي په وړاندې ګام پورته کوي.

سریلانکا کرکټ بورډ خبر ورکړئ چې دوی به د ملي لوبډلې د توپ وهونې روزونکي ګرنټ فلؤر په اړه لدې کبله پلټنې پیل کړي،چې کومې سرغړونې وې چې نوموړی یې له کبله په کرونا ویروس اخته شو.

سریلانکا کرکټ بورډ په وینا،یوازې روزونکی ګرنټ فلؤر و چې سریلانکا ته د راستانیدو وروسته یې د کرونا ټیسټ پایله مثبته راښکاره شوه.

د بورډ په خبره،داسې څه به خامخا وي چې نوموړي د کرونایي پروتوکولونو څخه سرغړونه کړي وي او ځکه خو په کرونا اخته شوی دی.

سریلانکا کرکټ بورډ دا هم ویلي،چې یو ځل روزونکی له قرنطین بهر شي،دوی به له هغه څخه خپله پلټنې پيل کړي او که چیرې یې له قوانینو سرغړونه کړي وه.

دوی به یې په وړاندې ګام پورته کړي.
سریلانکا کرکټ بورډ زیاتوي،دوی ته دا مهمه نده چې یا روزونکی دی او یا هم لوبغاړی،کوم څوک چې له قوانینو سرغړونه وکړي،دوی به یې جریمه او یا هم سزا ورکړي.

د یادونې وړ ده چې سریلانکا کرکټ ملي لوبډله انګلستان څخه د تش لاس راستانیدو وروسته یې په هوايي ډګر کې د روزونکي ګرنټ فلؤر کرونا ټيسټ پایله مثبته راښکاره شوه.

سریلانکا کرکټ بورډ هغه مهال هم ویلي وو،دوی هم نه پوهیږي چې څنګه یې د روزونکي پایله مثتبه اعلان شوي ده.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې