دلوبغاړو په اړه

د کرکټ نړیوالې شورا تازه درجه بندي، افغان توپ اچونکي مجیب الرحمان پرمختګ کړی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا په شل اوریزه سیالیو کې تازه د توپ‌اچونکو نوې درجه بندي اعلان کړه، چي پکې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې سلو توپ اچونکي مجیب الرحمن پرمختګ کړی دی.

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې سلو توپ‌اچونکی مجیب‌ځدران، چې مخکې یې په شپږم ځای کې شتون درلود، اوس یې یو قدم پرمختګ کړی او په پنځم مقام کې شتون لري، بل لور ته د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې سلو توپ اچونکی عادل راشد، چې مخکې یې په څلورم ځای کې شتون درلود او دریېم ځای ته پورته شوی دی.

د یادې درجه بندۍ پر اساس د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې سلو توپ اچونکی تبریز شمسي په لومړي ځای کې، د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې سلو توپ اچونکی راشد خان ارمان په دوهم ځای کې شتون لري، عادل راشد په دریېم ځای کې، ونانډیو ډيسلوا په څلورم ځای کې، مجیب الرحمن په پنځم ځای کې او اشټون اګار په پنځم ځای کې شتون لري.

په دې نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې بیا جالبه خبره داده، چې د ویسټ انډیز لوبغاړي پابین آلین ۱۶ قدمه پرمختګ کړی او له ۲۶م مقام څخه لسم مقام ته راوړل شوی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې