بهرني لوبغاړيمقالې

د پاکستان ملې لوبډلي هغه لوبغاړي، چې د یو ورځنیو لوبو په یوه لوبه کې یې زیاتې منډي جوړي کړي دي.

پاکستان کرکټ ملې لوبډله د اسیا په سطحه قوي لوبډله ده، دا لوبډله په خپل ټيم کې په زیات شمېر پیاوړي لوبغاړي لري او د لوبډلي لپاره هر وخت ښې لوبي ترسره کوي.

په دې لیکنه کې د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلي هغه لوبغاړي درپېژنو، چي د یادې لوبډلي لپاره يې په یو ورځینو لوبو کې په یوه لوبه کې زیاټې منډي ترسره کړي دي، په دې لړ کې په سر کې د فخرزمان شتون لري، هغه په ۲۰۱۸ کال کې د زیمبابوي کرکټ ملې لوبډلي پروړاندي په یوه لوبه کې ۲۱۰ ناسوځېدلي منډ‌ي جوړي کړې او د پاکستان لوبډلي ته لومړنی لوبغاړی سو، چې په یوه لوبه کې زیاتې منډي جوړي.

سید انور دوهم لوبغاړی دي، هغه په ۱۹۹۷ کال کې د هندوستان کرکټ ملې لوبډلي پروړاندي په یوه لوبه کې ۱۹۴ منډي جوړي کړي وې، په دریېم ځای کې بیا هم فخرزمان شتون لري دې لوبغاړي په روان ۲۰۲۱ کال کې د سویلي افریقا کرکټ ملې لوبډلي پروړاندي په یوه لوبه کې ۱۹۳ منډي جوړي کړې.

په څلورم ځای کې عمران نذیر شتون لري، هغه په ۲۰۰۷ کال کې د زیمبابوی کرکټ ملې لوبډلي پروړاندي په یوه لوبه کې ۱۶۰ منډي جوړي کړې وې، او په پنځم ځای کې د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلي اوسنی لوبډلمشر بابر اعظم شتون لري، هغه په روان ۲۰۲۱ کال کې د انګلستان کرکټ ملې لوبډلي پروړاندي په یوه یو ورځنۍ لوبه کې ۱۵۸ منډي جوړي کړې او د یاد ریکارد په لیست کې یې ځان شامل کړ.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې