نړیوال کریکټ

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله پاکستان ته سفر کوي خو پاکستان کرکټ بورډ د اضافه سیالیو غوښتنه کوي.

د پاکستان کرکټ بورډ د نیوزیلینډ کرکټ بورډ «این زیډ سي» ته وړاندیز کړی دی چې د پاکستان په سفر کې دوه اضافي شل اوریزه لوبې وکړي.

نیوزیلینډ به د ۱۸ کلن ځنډ وروسته په لومړي ځل پاکستان ته سفر وکړي چیرې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ درې شل اوریزې او درې پنځوس اوریزه لوبې ترسره کیږي.

ټاکل شوې ده چې روان کال به شل اوریزه نړیوال جام د متحده عربي اماراتو په کوربتوب پیل شي چې پاکستان د له ښه چمتوالي په موخه د نیوزیلینډ کرکټ بورډ څخه د دریو شل اوریزه سیالیو پرځای د پنځو سیالیو غوښتنه کړې ده.

پاکستان کرکټ بورډ د نړیوال جام تیاریو ته په پام سره د سیالیو شمیر ډیرولو وړاندیز وکړ، نیوزیلینډ به روان کال سپټمبر او اکتوبر په میاشتو کې پاکستان ته سفر وکړي.

د نیوزیلینډ کرکټ بورډ اجراییوي مشر ډیویډ وایټ تېره میاشت وویل چې زموږ اراده ده چې پاکستان ته سفر وکړو ، او موږ له دې لارې د پاکستان کرکټ بورډ او دولتي ادارو سره مرسته او لاسنوی وکړو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې