دلوبغاړو په اړه

د انګلستان لوبغاړو وروسته په انګلستان کې میشتې هندۍ لوبډلې لوبغاړی په کرونا وایروس اخته شو.

هندۍ لوبډله د نیوزیلینډ خلاف ټیسټ چیمپن شپ اتلوتلۍ ورویسته په انګلستان کې د همدغه هېواد خلاف د پنځو ټیسټ سیالیو په موخه شپې سبا کوي.

د هندوستان ورزشي ویب پاڼې «کریکبز» راپور له مخې چې په انګلستان کې د هندۍ لوبډلې یو مهم لوبغاړی په کرونا وایروس اخته شوی دی.

راپور زیاتوي چې که څه هم کریکبز ته د هغه لوبغاړي نوم ښودل شوی دی چې د کرونا وایروس ټیسټ یې مثبت راغلی دی، خو کریکبز یې تر هغې د نوم خپرلو څخه ډاډه کوي ترڅو چې رسمي خبر راغلی نه وي.

په راپور کې راغلي دي چې ممکن په کرونا وایروس د اخته هندي لوبغاړو شمیر زیات شي.

که څه هم په انګلستان کې په دې وروستیو کې د کرونا وایروس مثبتې پېښو شمیر په زیاتېدو دی خو دغه هېواد له پاکستان وروسته د هند خلاف پنځو ټیسټ سیالیو کې سل سلنه نندارچیانو د ورتګ اجازه ورکړي ده.

د هندي لوبغاړي په کرونا اخته کېدو وړاندې د انګلستان لوبډلې ۷ غړي چې پکې درې مهم لوبغاړي شامل وو په کرونا وایروس اخته چې د پاکستان خلاف درې پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ څخه هم بهر شول.

باید یاده کړو چې د کوربه انګلستان او هندوستان ترمنځ به د پنځو ټیسټ سیالیو لړۍ د راتلونکي اګست میاشتې په ۴ مه نېټه پیل شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې