دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د بنګله دیش لوبډلې مهم لوبغاړي مشفیق الرحیم خپله پرېکړه بېرته واخیسته.

د بنګله دیش لوبډلې ویکټ کیپیر توپ وهونکي «مشفق الرحیم» خپله پرېکړه بدله کړه او پریکړه یې وکړه چې نوموړی د زمبابوې په وړاندې د شل اوریزه سیالیو لړۍ کې برخه واخلي، مشفق الرحیم مخکې ویلي و چې هغه د زمبابوې خلاف شل اوریزه سیالیو کې ګډون نه کوي.

د بنګله دیش چیف انتخاب کونکي «منهاج العابدین» د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۱۳ مه کریکبز ته خبر تایید کړ چې مشفق الرخیم د هغه وروسته خپل فکر بدل کړ ځکه چې د یو ورځینیو لوبو وروسته به د اسټرالیا په وړاندې کورنۍ لړۍ لپاره ځان چمتو کړي.

بنګله دیش به راتلونکي میاشت د اسټرالیا د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ لپاره کوربه وي او تمه کیږي چې دواړه لوبډل‌ به د جولاۍ په ۲۹ مه نیټه بنګله دیش ته ورسیږي.

اسټرالیا دا مهال ویسټ انډیز په سفر بوخته ده، پداسې حال کې چې بنګله دیشۍ کرکټ ملي لوبډله د زمبابوې په سفر بوخته ده.

ټاکل شوې ده چې ټیسټ سیالۍ وروسته به د بنګله دیش او زمبابوې ترمنځ درې شل اوریزې او درې پنځوس اوریزه سیالۍ ترسره شي.

د مهالویش له مخې د استرالیا او بنګله دیش ترمنځ به د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ د اګست له ۲ مې نېټې څخه د اګست تر ۸ مې نېټ‌ې پورې د ډهاکا په شیر – بنگله ملي لوبغالي کې ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې