لیګونه

د یولسم پړاو اسټرالیا ستر تجارتي «بیګ باش» لیګ د پیل نېټه اعلان شوه.

د اسټرالیا کورنۍ سیالۍ (BBL  ) لپاره د اسټرالیا کرکټ بورډ نېټه اعلان، دا لیګ به د ډيسمبر میاشتې په ۵ نېټه په اسټرالیا هیواد کې پیل شي.

د تازه راپورنو پر اساس د اسټرالیا هیواد کورنی لیګ ۱۱پړاوو به د ډيسمبر میاشتې په ۵مه نېټه په اسټرالیا کي پیل شي، دا لیګ به ۴۶ ورځي دوام وکړي او پکې به د پایلوبي سره ۵۶ لوبي ترسره شي.

د بیګ بیاش سیالیو مشر الیسټر ډوبسن په خپلو خبرو کې وویل، چې د کرونا ویروس پروړاندي هم پوره چمتوالی لري او دا لیګ به په ټاکلې نېټه پیل شي، او ټولي لوبي به یې په خپل وخت ترسره شي، هغه وایې، موږ د خپلو لوبغاړو او مینوالو لپاره پوره چمتوالی نیسو تر څو دوی په ښه توګه یادي سیالۍ ترسره کړي.

بیګ باش لیګ، چې د نړۍ په سطحه دوهم لیګ دي په دې کې په زیات شمېر بهرني او افغان لوبغاړي لوبیږي، چې د افغان لوبغاړو له ډلي، یې راشدخان، محمد نبی، قیس احمد او مجیب الرحمن یادولایشو.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې