نړیوال کریکټ

بابر اعظم د ۱۵۸ منډو جوړولو وروسته څلور بهترین ریکارډونه په خپل نوم ثبت کړل.

د انګلستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ دریمه او وروستۍ لوبه هم ترسره شوه چې پکې انګلستان په ۳ ویکټو بریا خپله کړه.

پاکستان په لومړي وار توپ وهنې سره ۳۳۱ منډې جوړې کړې چې لوبډلمشر بابر اعظم په ۱۳۹ توپونو ۱۵۸ منډې وکړې او ځینې ریکارډونه یې ثبت کړل.

لومړی: بابر اعظم لومړی پاکستانی لوبډلمشر دی چې په یوه لوبه کې ډېرې ۱۵۸ منډې جوړوي، لدې وړاندې په ۲۰۰۸م کال کې د هندوستان خلاف شعیب ملک ۱۲۵ منډې جوړې کړي وې.

دوهم: بابر اعظم د لوبډلمشر په توګه له ۳۸ کالونو وروسته د انګلستان په خاوره سلیزه ترلاسه کړه، لدې وړاندې په ۱۹۸۳ کې عمران خان د انګلستان په کوربتوب لوبه کې سلیزه ترلاسه کړې وه.

دریم: د بېګانۍ سلیزې په ترلاسه کولو سره بابر اعظم په ۸۱ مه سیالۍ کې خپله ۱۴ مه سلیزه ترلاسه کړه چې د پنځوس اوریزه فارمټ چټکې ۱۴ سلیزې حساب شوې.

لدې وړاندې هاشم املا، ډیویډ وارنر، ویرټ کوهلي هغه لوبغاړي دي چې ۱۴ سلیزې یې تر ۸۴ زیاتو اننګزونو کې تر لاسه کړي دي.

څلورم: بابراعظم لومړی پاکستانی لوبغاړی شو چې د انګلستان په خاوره «۱۰۰۰» منډې ترلاسه کوي، لدې وړاندې محمد یوسف «۹۳۵» منډې ترلاسه کړي وې.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې