نړیوال کریکټ

ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې سویلي افریقا لوبډلې ته په «۴۳» منډو ماتې ورکړه.

د سویلي افریقا او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځینیو سیالیو لړۍ دوهمه لوبه ترسره شوه چې ایرلینډ پکې په ۴۳ منډو بریا خپله کړه.

په سیالۍ کې ایرلینډ په لومړي وار توپ وهنې سره د لوبډلمشر انډریو بلبیرني ۱۰۲ او هري ټکټور ۷۹ منډو پر مټ ۲۹۰ منډې وکړې او سویلي افریقا ته د ۲۹۱ منډو هدف وټاکل شو.

سویلي افریقا د ټاکل شوي هدف په تعقیب د لوبې ۴۸.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۲۴۷ منډې جوړې کړې او لوبه یې د «۴۳» منډو په توپیر وبایلله.

سویلي افریقا جانمان ملان ۸۴ زیاتې منډې وکړې، ایرلینډ مارک اډیر، جوش لیټلي او انډي مکبراین دوه دوه ویکټې ترلاسه کړې.

سلیزه جوړونکی لوبډلمشر بیلبرني د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو، د دریو یوه ورځینیو سیالیو په لړۍ کې ایرلینډ یو صفر مخکې شو، لدې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لړۍ لومړۍ لوبه د باران له وجې مساوي اعلان شوه چې دواړو هېوادونو ته ۵-۵ نمرې ورکړل شوې.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې