نړیوال کریکټ

انګلستان کرکټ بورډ د پاکستان خلاف دریو شل اوریزه سیالیو ته لوبډله اعلان کړه چې مهم لوبغاړي یې بېرته لوبډلې ته راستانۀ شوي دي.

انګلستان کرکټ بورډ نن پاکستان خلاف د دریو شل اوریزه سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه چې مهم لوبغاړي جوني بریسټو، ایون مورګن، جوس بټلر، عادل راشید او جیسن رای بېرته لوبډلې ته رستانۀ شوي دي.

خو د پاکستان خلاف پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ ګټلو وروسته موقتي لوبډلمشر «بین سټوکس» ته د هند خلاف پنځو ټیسټ سیالیو ته د استراعت په پار روخصتي ورکړل شوي ده.

ټاکل شوې ده چې د انګلستان او پاکستان ترمنځ به د دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ د جړلاۍ په ۱۶ مه نېټه پیل شي چې د جولاۍ په ۲۰ مه نېټه به پای ته ورسیږي.

د پاکستان په وړاندې شل اوریزه سیالیو ته د انګلستان ۱۶ کسیزه لوبډله:
ایون مورګن لوبډلمشر، معین علي، جوني بریسټو، جک بال، ټام بنټن، جوس بټلر، ټام کرن، لیوس ګریګوري، کریس جورډن، لیام لیونګسټون، ثاقب محمود، ډیویډ ملان، میټ پارکنسن، عادل راشید، جیسن رای او ډیویډ ویلي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې