نړیوال کریکټ

انګلستان د پاکستان لخوا ورکړل شوی ستر ۳۳۱ منډې هدف ترلاسه کړ او درې یوه ورځینیو سیالیو په لړۍ کې یې درې پر صفر ماتې ورکړه.

د انګلستان او پاکستان ترمنځ د ورلډ کپ سوپر لیګ د دریو پنځوس اوریزه سیالیو دریمه او وروستۍ لوبه هم ترسره شوه چې پکې کوربه انګلستان په دریو ویکټو بریا ترلاسه کړه.

په سیالۍ کې انګلستان د ټاس ګټلو وروسته پاکستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، پاکستان د بابراعظم ۱۵۸، محمد رضوان ۷۴ او امام الحق ۵۶ منډو په مټ ۳۳۱ منډې وکړې او انګلستان ته د «۳۳۲» منډو لوی هدف وټاکل شو.

انګلستان ته په توپ اچونه کې بریډون کارس ۵ او ثاقب محمود ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

انګلستان ټاکل شوی هدف د لوبې ۴۸ اورونو کې د ۷ لوبغاړو سوځېدو په سر ترلاسه کړ او لوبه یې په ۳ ویکټو وګټله.

انګلستان ته جمیس وینسي ۱۰۲ او لیوس ګریګوري ۷۷ ښې منډې جوړې کړې، پاکستان ته په توپ اچونه کې هارث راووف ۴ ویکټې ترلاسه کړې.

په دې سره د دریو یو ورځینیو سیالیو په لړۍ کې انګلستان درې صفر بریا خپله کړه، جیمس وینسي د سیالۍ او ثاقب محمود د لړۍ غوره لوبغاړي اعلان شول.

ټاکل شوې ده چې لدې وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ هم ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې