دلوبغاړو په اړهریکارډونهنړیوال کریکټ

امام الحق داسې یو ریکارډ ثبت کړ چې تراوسه ویراټ کوهلي او بابر اعظم هم ندی ثبت کړی.

د انګلستان او پاکستان ترمنځ د دریو پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ تېره شپه پای ته ورسېده چې پکې کوربه انګلستان درې پر صفر بریا خپله کړه.

که څه هم پاکستان د لوبډلمشر بابراعظم ۱۵۸ منډو پرمټ لوی ۳۳۲ منډې هدف وټاکۀ خو توپ اچونکو یې د ټاکل شوي هدف څخه دفاع ونشوه کړئ او په ۳ ویکټو انګلستان بری خپل کړ.

په یاده سیالۍ کې پاکستاني پیلیز توپ وهونکي «امام الحق» ټولټال ۵۶ منډې جوړې کړې چې په یوه ورځینیو سیالیو کې یې «۲۰۰۰» منډې هم بسپړې کړې.

نوموړی د نړۍ په کچه دریم لوبغاړی شو چې د پنځوس اوریزه فارمټ چټکې «۲۰۰۰» منډې یوازې په «۴۶» اننګزونو کې ترلاسه کوي، له نوموړي په وړاندې هاشم املا په ۴۱، ظهیرعباس ۴۵ او بابر اعظم په ۴۷ اننګزونو کې ۲۰۰۰ منډې ترلاسه کړي وې.

امام الحق د ۹ پنځوسیزو، ۷ سیلیزو او «۵۰» اوسط پر مټ د پنځوس اوریزه فارمټ «۲۰۰۰» منډې بشپړې کړې.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې