دلوبغاړو په اړهریکارډونهنړیوال کریکټ

کریس ګیل د محمدنبي حساب ور برابر کړ.

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې چټک پیلیز توپ وهونکي د استرالیا خلاف د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ په دریمه لوبه کې «۶۷» منډې حوړې کړې او د سیالۍ غوره لوبغاړی اعلان شو.

کریس ګیل که څه هم له ۲۰۱۶م کال وروسته په شل اوریزه فارمټ کې لومړۍ نیمه سلیزه ترلاسه کړه، خو نوموړي په خپله ۶۸مه شل اوریزه سیالۍ کې د لسم ځل لپاره د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

لدې وړاندې د افغان لوبډلې الراونډر محمدنبي عسی خیل هم په خپله ۶۸مه شل اوریزه سیالۍ کې د لسم ځل لپاره د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړي وه.

په شل اوریزه فارمټ کې د لوبې غوره لوبغاړي زیاتې جایزو اخیستلو په لیسټ افغان الراونډر محمدنبي عسی خیل له هم لومړی مقام له ځان سره لري.

محمدنبي په ۸۱ شل اوریزه سیالیو کې «۱۳» ځلې، ویراټ کوهلي په ۹۰ سیالیو کې ۱۲ ځلې او شاهد افریدي په ۹۹ سیالیو کې ۱۱ ځلې د لوبې غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړي دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې