دلوبغاړو په اړهلیګونه

ډیویډ وارنر: باور مې نشي چې سوریا کمار زه له یوولس کسیزې لوبډلې ویستلی یم

سوریا کمار یادو د ممبۍ انډیانز لوبډلې یو مخکښ لوبغاړی دی،ډیر وخت نه کیږي چې نوموړی د لوبډلې سره یو ځای شوی،خو هغه په ای پي ایل سیالیو کې د خپلې لوبډلې په ګټه خورا ښې لوبې ترسره کړې.

په دریو پړاونو کې نوموړي د ممبۍ انډیانز لوبډلې لپاره له ۴۰۰ زیاتې منډې جوړې کړي دي.

د نوموړي ښې کارکردګۍ په اساس وکولای شول چې د هند ملي لوبډلې ته هم په لومړي ځل لار پیدا کړي.اوسمهال نوموړی د سریلانکا دوهمې ملي لوبډلې سره سریلانکا هیواد کې دی او د کوربه هیواد خلاف سیالیو کې به ولوبیږي.

نوموړي پدې وروستیو کې د ای پي ایل څخه د خپلې خوښې یوولس کسیزه لوبډله اعلان کړې چې راشدخان هم پکې شامل دی،خو سوریا کمار یادو په یوولس کسیزه لوبډله کې ډیویډ وارنر ندی شامل کړئ او پخپله وارنر هم دېته غبرګون ښودلی دی،چې څنګه یې نوموړی له یاده ویستلی دی.

“هیڅ باور مو نشي چې زه یې په یوولس کسیزه لوبډله کې هیر کړئ یم.”

سوریا کمار لخوا د ای پي ایل څخه غوره یوولس کسیزه لوبډله پدې ډول ده:

جوس باټلر(ویکټ ساتوونکی)،روهیت شرما،ویراټ کوهلي،سوریا کمار یادو،ډیویلیرز،هارډیک پانډیا،اندري رسل،جېدیجا،راشدخان،جسپرټ بومرا او محمد شامي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې