نړیوال کریکټ

ویسټ انډیز پرلپسې دریمه شل اوریزه سیالۍ کې هم استرالیا لوبډلې ته ماتې ورکړه او پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ یې هم په خپل نوم کړه.

د کوربه ویسټ انډیز او استرالیا ترمنځ د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ دریمه لوبه هم ترسره شوه پکې ویسټ انډیز په ۶ ویکټو بریا خپله کړه.

په سیالۍ کې استرالیا د ټاس «پچه» ګټلو وروسته لومړۍ د توپ وهنې پریکړه وکړه چې د ټاکل شوو «۲۰» اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۴۱ منډې وکړې او ویسټ انډیز ته «۱۴۲» هدف وټاکل شو.

استرالیا ته په توپ وهنه کې ارون فینچ ۳۰ او موسیس هنریکس ۳۳ زیاتې منډې وکړې، ویسټ انډیز ته په توپ اچونه کې هایډن والیش دوه لوبغاړي وسوځول.

ویسټ انډیز د ټاکل شوي هدف په تعقیب لوبه پیل کړه چې ۱۴.۵ اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو سوځېدو په سر ټاکل شوی هدف ترلاسه کړ او په ۶ ویکټو یې استرالیا لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ویسټ انډیز ته په توپ وهنه کې کریس ګیل ۶۷ او نیکولاس پوران *۳۲ زیاتې منډې ترلاسه کړې، استرالیا ته په توپ اچونه کې میرډیت درې ویکټې ترلاسه کړې.

ویسټ انډیز چې لدې وړاندې هم د لړۍ لومړۍ دوه لوبې ګټلي وې په دې سره یې د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ کوربه ویسټ انډیز په خپل نوم کړه، د لړۍ پاتې دوه شل اوریزه سیالۍ به د جولاۍ په ۱۵ او ۱۷ مه نېټه ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې