دلوبغاړو په اړهمرکېنړیوال کریکټ

شعیب اختر: زموږ د بې کیفته ټیم مدیریت ته په کتو ما له وړاندې وړندوینه کړې وه چې انګلستان به درې صفر ۳-۰ پاکستان ته ماته ورکوي.

د پاکستان لوبډلې پخوانی چټک توپ اچونکی «شعیب اختر» وايي چې د پاکستان بې کیفیته ټیم مدیریت څخه داسې هیڅ ډول د پرمختګ تمه نه کیږي، شرایطو ته په کتو فکر کوم چې پاکستان به په درې یمه پنځوس اوریز سیالۍ کې هم له انګلستان ماتې وخوري.

۴۵ کلن شعیب اختر وویل چې د اجرایه رایس وسیم خان حمایت او ملاتړ زما لویه ګناه وه چې نن یې پاکستان لوبډله له تباهۍ سره مخ کړه.

شعیب اختر وویل چې د توپ اچونې روزونکی وقار یونس هیڅکله هم توپ اچونې په روزنه نه پوهیږي، زه چمتو یم یم چې په وړیا توګه د ملي لوبډلې لپاره د توپ اچونې روزنې دنده پر مخ یوسم.

شعیب اختر وویل که چیرې د پاکستان کرکټ وده وکړي نو د انډي فلاور یا ریکي پونټینګ په څیر یو روزونکی باید وګمارل شي چې دا مهال په ملي لوبډله کې یو تکمیل توپ وهونکی نشته.

نوموړي وویل چې اوسنی ټیم مدیریت په پنځوس اوریزو سیالیو کې د شل اوریزه او شل اوریزو سیالیو کې د پنځوس اوریزه فارمټ لوبغاړي لوبوي.

هغه زیاته کړه چې صیب مقصود د شل اوریزه لوبو په فرفامنس پنځوس اوریزه فارمټ ته غوره شوی دی، که څه هم هغه د سرفراز احمد په پرتله غوره مینځنی آرډر توپ وهونکی نه دی.

د شعیب اختر په وینا هغه لا دمخه ویلي و چې انګلستان به په سیریز کې درې پر صفر پاکستان ته ماتې ورکوي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې