دلوبغاړو په اړهمرکېنړیوال کریکټ

زه غواړم دغه ارمان مې پوره شي، محمد عرفان له تقاعد وړاندې لویې هیلې څرګندې کړې.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډل‌ چټک توپ اچونکی «محمد عرفان» وايي چې دا مهال د هغه یوازینی هدف د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته کمبېک کول دي او په شل اوریزه نړیوال جام کې د ملي لوبډلې برخه کیدل دي.

محمد عرفان چې ۷ فوټه او یوه انچه اوږد قد لري، د پاکستان په استازیتوب یې وروستۍ نړیواله لوبه د نومبر په میاشت کې په کینبرا کې د اسټرالیا پر وړاندې وکړه ، پداسې حال کې چې وروستۍ پنځوس اوریزه لوبه یې د ۲۰۱۶ م کال په سپټمبر کې د انګلستان خلاف ترسره کړه.

محمد عرفان اوس د پاکستان سوپر لیګ نه وروسته په خپل فټنس کار کوي، هغه دا مني چې هغه په ​​فټنس کې ضعیف دی نو ځکه یې په خپل فټنس ښه کولو باندې تمرکز کړی.

محمد عرفان وویل چې ما په ۲۰۱۵ م کال پنځوس اوریزه او ۲۰۱۶ م کال شل اوریزه نړیوال جام کې ګډون کړی، غواړم د پاکستان په استازیتوب راتلونکي ۲۰۲۱م کال شل اوریزه نړیوال جام کې ګډون وکړم نو د همدې لپاره باید زیات زخمت وباسم.

محمد عرفان وویل چې «پي ایس ایل» کې زما کارکرداګي ښه وه، خو لږ شان مې د فټنس کمي محسوس کړه، زه د نړۍ نورو لیګونو سره هم قرار داد لرم په هغو کې به هم ولوبیږم.

محمد عرفان خوښي وښوده چې پاکستان اوس مهال زیات چټک توپ اچونکي لري، هغه وویل ملي لوبډلې ته د چټکو توپ اچونکو اخیستو لپاره د لوبغاړو ترمنځ لوی رقابت دی، هغه وویل چې فکر نکوي چې زما سره کوم چټک توپ اچونکی زما د قد له امله زما سره په رقابت کې واوسي.

محمد عرفان زیاته کړه چې هیله مند دی ترڅو له تقاعد وړاندې د پاکستان په استازیتوب راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام کې ولوبیږي، باید یاده کړو چې محمد عرفان دا مهال د لاهور په ځایی جم کې د خپل انفرادي روزونکي سره ۲ ساعته فزیکي روزنه کوي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې