بهرني لوبغاړيمقالې

روان ۲۰۲۱ کال نړیوالو لوبو کې زیاتې ویکټي اخیستونکي لوبغاړي

په روان ۲۰۲۱ کال کې ۴ لوبغاړي دي، چې په ملې لوبو کې یې د خپلي لوبډلي لپاره په زیات شمېر ویکټي ترلاسه کړي دي، چې په دې کې تېز او سلو توپ اچونکي دواړه شامل دي.

دې لیکنه کې څلور هغه لوبغاړي درپېژنو، چې د ملې لوبډلي لپاره یې په خپلي توپ اچوني سره بریاوي ورپه برخه کړي وي او د خپل ځان لپاره یې هم ښه توپ اچونه ترسره کړې وي، په دې لیست کې د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلي لوبغاړی حسن علی شامل دی، هغه په روان ۲۰۲۱ کال کې تر دې دمه پوري د خپلي ملې لوبډلي پاکستان لپاره ۴۵ ویکټي ترلاسه کړي دي او د جدول په سر کې شتون لري.

په دوهم ځای کې د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلي سلو توپ اچونکی ریویچندرن ایشواین موجوده دی، هغه د خپل هیواد کرکټ ملې لوبډلي ته په روان کال کې تر دې دمه پوري ۳۸ لوبغاړي سوځولي دي.

په دریېم ځای کې د بنګله دیش کرکټ ملې لوبډلي لوبغاړی مهدی حسن شتون لري، هغه تر اوسه په ۲۰۲۱ کال کې د خپلي لوبډلي لپاره ۳۷ لوبغاړي سوځولي دي او په انریچ نورتیج د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلي تېز توپ اچونکي تر دې دمه پوري په روان ۲۰۲۱ کال کې د افریقا لپاره ۳۶ لوبغاړي سوځولي دي.

علي، ایشوان، حسن او نورتیج هغه څلور لوبغاړي وه، چې په روان ۲۰۲۱ کال کې یې تر دې دمه پوري د خپل هیواد ملې لوبډلي لپاره زیاتې ویکټي ترلاسه کړي وې.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې