لیګونهنړیوال کریکټ

راتلونکی کال استرالیا کرکټ ملي لوبډله پاکستان ته سفر کوي له همدې امله د اووم پړاو پاکستان سوپر لیګ نېټه بدلیږي.

د پاکستان کرکټ بورډ ممکن د اووم پړاو پاکستان سوپر لیګ «پی ایس ایل» لیګ سیالۍ نورو تاریخونو ته بدلې کړي.

د راپورونو پر بنسټ چې د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله به راتلونکي ۲۰۲۲م کال کې د «پي ایس ایل» په نېټه فبروري او مارچ میاشتو کې د یو شمیر سیالیو په موخه پاکستان ته سفر وکړي.

د راپورونو پراساس چې پاکستان کرکټ بورډ د ډسمبر، فبروري او یا هم اپریل او مۍ ترمنځ د یوې خالیګه په لټه کې دی ترڅو د اووم پړاو پاکستان سوپر لیګ پکې ترسره کړي.

بلخوا دواړه انتخاب شوي نېټې د پاکستان کرکټ بورډ لپاره له ستونزو خالي ندي ځکه چې ډسمبر میاشت کې د کراچۍ پرته د پاکستان په ډیرو ښارونو کې د بارانونو موسم وي، پداسې حال کې چې د اپریل او مۍ په میاشتو کې اووم پړاو پاکستان سوپر ممکن د هند غوره لیګ «ای پي ایل» سره په ټکر کې راشي.

د یادونه وړ ده چې استرالیا کرکټ ملي لوبډله به له ۱۹۹۸- ۹۹ کال وروسته په لومړي ځل پاکستان ته سفر وکړي، پداسې حال کې چې انګلستانۍ کرکټ ملي لوبډله به هم د دوه شل اوریزه سیالیو لپاره پاکستان ته سفر وکړي کومې چې د اکتوبر په ۱۴ مه او ۱۵ مه نېټه ترسره کیږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې