دلوبغاړو په اړهمرکېنړیوال کریکټ

رمیز راجا: عمر تیر لوبغاړي باید ټول له لوبډلې وویستل شي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کرکټر او اوسني مبصر د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په سلیکشن یا غوراوي کمېټې سختې نیوکې کړي او ویلي يې دي چې همدا سلیکشن کمېټه ده چې زړو لوبغاړو ته په لوبډله کې ځای ورکوي او انجام یې ماتي وي.

«نه پوهیږم چې د زړو او د عمر تیر لوبغاړي به نور تر څومره وخته په لوبډله کې لوبیږي، مونږ هر ځلي وایو چې لوبغاړي باید له خپلو تیروتنو څه زده کړي، خو مونږ یې وینو چې دوی یې هر وخت پخپلو لوبو کې ورته تیروتنې تکراروي.

سلیکشن کمېټه پدې کې ملامته ده چې ولې دوی زړو او یا عمر تیرو لوبغاړو ته په لوبډله کې ځای ورکوي.»

د یادونې وړ ده چې د رمیز راجا څرګندونې پداسې مهال مخې ته راځي چې پاکستانۍ لوبډله په دوهمه لوبه کې هم د انګلستان لخوا له سختې ماتي سره مخ شوه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې