نړیوال کریکټ

د سویلي افریقا په وړاندې د ایرلینډ په زړۀ پورې پیل، خو مخه یې باران ونیوه.

د سویلي افریقا او ایرلینډ ترمنځ د دریو ورځینیو سیالیو لړۍ پیل شوه په لومړۍ لوبه کې د ایرلینډ ښه پیل وروسته باران پیل شو او لوبه مساوي اعلان شوه.

په سیالۍ کې سویلي افریقا د ټاس ګټلو وروسته ایرلینډۍ لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، ایرلینډ د لوبې «۴۰.۲» اورونو کې د ۴ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۹۵ منډې درلودې چې وروسته باران پیل شو.

پخواني لوبډلمشر ویلیم فورټرفیلډ ۶۳ او انډریو بیلبرني ۶۵ منډې وکړې، سویلي افریقا ته کاګیسو رباډا ۲ لوبغاړي وسوځول.

لوبه د باران له امله مساوي اعلان شوه چې دواړو لوبډلو ته ۵-۵ نمرې ورکړل شوې، دغه سیالۍ چې د ورلډ کپ سوپر لیګ په چوکټ کې ترسره کیږي هره لوبه یې «۱۰» نمرې یا پوانیټونه لري.

په دغه پواینټس ټیبل کې ایرلینډ د لسو سیالیو څخه دوه په ګټلو سره نهم او سویلي افریقا د څلور سیالیو څخه د دوه په ګټلو سره ۱۱ م مقام لري.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې