دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د بنګله دېش لومړۍ وزیرې خپلې لوبډلې ته پیغام ولیږۀ.

د بنګله دېش هیواد لومړۍ وزیرې شیخ حسینا د زمبابې په وړاندې د ملي لوبډلې د سیریز بریا وروسته ټولو لوبغاړو،روزونکو او د لوبډلې ټولې ادارې غړو ته مبارکي ورکړي ده.

بنګله دېش کرکټ لوبډلې په دوهمه ټیسټ لوبه کې کوربه زمبابې ته په ۲۲۰ منډو توپیر ستره ماتي ورکړه او پدې سره یې د دوو ټیسټ لوبو سیریز لړۍ دوه په صفر سره وګټله.

بنګله دېش لوبډله هم په نړیوال کرکټ ډګر کې له زمبابې لوبډلې کمه نده او هر وخت د پیاوړو لوبډلو په وړاندې سیالۍ په کلین سويپ سره بایلي.

د زمبابې په وړاندې وروستۍ بریا بنګله دېشي مینه والو او لوبغاړو ته هم څه هیلې ور ژوندۍ کړي دي.

بنګله دېش هغه لوبډله ده چې تراوسه یې د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام ته لار نده موندلې او دوی به د دوهمې درحې لوبډلو سره یو ځای نړیوال جام ته کوالیفای یا لار موندنې پړاو سیالۍ ترسره کوي.

افغانستان بیا هغه لوبډله ده چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د درجه بندۍ له کبله مستقیمه لار موندلي ده.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې