دلوبغاړو په اړهمرکېنړیوال کریکټ

جنیدخان:که غواړئ فشار کابو کړئ،له هند سره سیالۍ وکړئ

انګلستان ته د پاکستان لوبډلې د لوبو بایللو وروسته نه یوازې چې د پاکستان لوبډلې مینه وال خپلې لوبډلې ته په غصه شوي،بلکې پخواني کرکټران دي چې خپلې لوبډلې ماتي هغوی ته ذهني ستونزې جوړې کړي.

دوی پر پاکستانۍ لوبډلې وروستیو ماتو سخت خواشیني شوي او په ښکاره ډول یې د لوبډلې په منجمینټ او لوبغاړو توندې نیوکې کړي دي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پښتون لوبغاړی جنیدخان خپلې لوبډلې لوبغاړو ته په خطاب کې وایي،که غواړي چې په لوبو کې فشار کابو کړي،دوی باید له هند سره سیالیو کې برخه واخلي.

که څه هم په اوس وخت کې د هند او پاکستان ترمنځ سیالیو برابرول امکان نه لري،خو نوموړی وایي،یوازې د هند سره سیالۍ کولای شي چې پاکستاني لوبغاړي د لوبو فشار کابو کول ترې زده کړي.

“که چیرې غواړئ چې له فشار سره بلد شئ،د هند په وړاندې سیالۍ وکړئ.په دواړو ټیمونو ښه فشار وي او اتموسفیر یې ډیر په زړه پورې وي.باید د داوړو هیوادونو ترمنځ سیالۍ ترسره شي،خو فکر نه کوم چې په اوسنیو حالتو کې دې،د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شي.”

“کله چې ما په ۲۰۱۲ کال کې هند ته د لوبډلې سره سفر وکړ.ما د هغو لوبو دا زده کړل،چې څنګه باید فشار کابو کړم.که چیرې د دواړو هیوادونو ترمنځ سیالۍ ترسره شي،خلک به ډیر خوشحاله شي.”

د یادونې وړ ده چې جنیدخان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د وخت یو بهترین لوبغاړی شمیرل کیده.

نوموړي د هند خلاف په شپږو لوبو کې نهه ویکټې اخیستي دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې