بهرني لوبغاړيلیګونه

۵ لوبغاړي، چي ۲۰۲۲ هند غوره لیګ سیالیو کي به په لومړي ځل بولۍ ته وړاندي شي

کرکټ کي هره ورځ نوي ځوان لوبغاړي رامخې ته کیږي او په زیات شمېر ځوانان دا کوښښ کوي، چې شې لوبي ترسره کړي او په مټ یې په نړیوالو سیالیو او لیګونو کې ولوبیږي.

په دې لیکنه کې به پنځه داسي لوبغاړي در وپېژنو، چي په لومړي ځل به په ۲۰۲۲ هند غوره لیګ سیالیو کې لیلامۍ ته وړاندي سي، په لومړي ځای کې د نیوزلینډ د کرکټ ملې لوبډلي پیاوړی توپ وهونکی، چي تازه د دې لوبډلي سره یو ځای سوی دی، داسي راپورنه ورکول کیږي، چې هغه به ۲۰۲۲ هند غوره لیګ سیالیو بولۍ ته په لومړي ځل وړاندي سي، دې لوبغاړي تر اوسه پوري ۱۴ شل اوریزه لوبي ترسره کړي دي، چي په دې لوبو کې یې ۴۷۳ منډي ترسره کړي دي.

په دوهم ځای کې د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلي لوبغاړي ادیل راشد شتون لري، هغه به په لومړي ځل د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې بولي ته وړاندي سي، هغه تر دې دمه پوري ۱۱۲ شل اوریزه لوبي ترسره کړي دي، چې په دې لوب کې یې ۱۵۹ لوبغاړي سوځولي دي، په دریېم ځای کې د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلي لوبغاړی ریسو وان ډیر ډیوسن شتون لري، هغه تر دې دمه پوري ۲۵ شل اوریزه لوبي ترسره کړي دي، چې په دې لوبو کې یې ۷۲۵ منډي جوړي کړي دي.

څلورم لوبغاړی د اسټرالیا جوس لنګلس دي، چي دا ځل به لیلامۍ ته وړاندي کیږي هغه تر اوسه ۴۱ کورنیو شل اوریزه لوبو کې برخه اخیستې ده، چې په دې لوبو کې یې ۹۴۱ منډي جوړي کړي دي، او په پنځم ځای کې د سریلانکا د کرکټ ملې لوبډلي لوبغاړی وانډيو هسرنګا، چې دا ځل به بولۍ ته وړاندي کیږي، ده په ۱۸ شل اوریزه لوبو کې ۴۱۰ منډي جوړي کړي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې