دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پرلپسې دوه سیالیو کې د ناکامېدو وروسته بابر اعظم ته د خطر زنګ ووهل شو.

د انګلستان خلاف پرلپسې دوه سیالیو کې د ناکامېدو وروسته د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر «بابر اعظم» د پنځوس اوریز فارمټ درجه بندۍ کې لومړی مقام هم په خطر کې دی.

د پاکستان لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم دا مهال د «۸۶۵» پوائنټونو په لرلو سره د پنځوس اوریز فارمټ لومړي مقام لرونکی توپ وهونکی دی پداسې حال کې چې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر «ویراټ کوهلي» د ” ۸۵۷ ” نمرو په لرلو سره دویم مقام لري.

بابر اعظم د انګلستان خلاف لومړۍ سیالۍ کې په صفر او دوهمه سیالۍ کې په ۱۹ منډو وسوځېدۀ چې د نوموړي په پواینټونو منفي اغیزه کولای شي.

ټاکل شوې ده چې د کرکټ نړیواله شورا «ای سي سي» به د یو ورځینیو سیالیو نوي درجه بندي د انګلستان او پاکستان ترمنځ لړۍ پای رسېدو وروسته اعلان کړي چې ممکن بابر اعظم خپل ځای هندي لوبډلمشر ویراټ کوهلي ته پریږدي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې