نړیوال کریکټ

پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله یوځل بیا د انګلستان لخوا له ماتې سره مخ شوه.

د انګلستان او پاکستان ترمنځ د ورلډ کپ سوپر لیګ د دریو ورځینیو سیالیو لړۍ دوهمه لوبه ترسره شوه چې پکې کوربه انګلستان په «۵۲» منډو بریا خپله کړه.

په سیالۍ کې پاکستان د ټاس ګټلو وروسته انګلستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه چې انګلستان د لوبې ۴۵.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په ۲۴۷ منې وکړې پاکستان ته د «۲۴۸» منډو اسانه هدف وټاکل شو.

انګلستان ته فلیپ سلټ ۶۰، جیمس وینسي ۵۶ او لیوس ګریګوري ۴۰ منډې وکړې، پاکستان ته حسن علي ۵ لوبغاړي وسوځول.

پاکستان د ټاکلي هدف په تعقیب لوبه پیل کړه چې د لوبې ۴۱ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر «۱۹۵» منډې وکړې او لوبه یې د ۵۲ منډو په توپیر وبایلله.

پاکستان ته سعود شکیل ۵۶ او حسن علي ۳۱ زیاتې منډې وکړې، لیوس ګریګوري چې د ۴۰ منډو ترڅنګ ۳ لوبغاړي هم وسوځول د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

په دې سره دا درې یو ورځینیو سیالیو لړۍ انګلستان دوه صفر وګټله، د لړۍ دریمه او وروستۍ لوبه به د جولاۍ په ۱۳ مه نېټه ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې