دلوبغاړو په اړهریکارډونهنړیوال کریکټ

ویرونکي او چټک توپ اچونکي میچل سټارک د شل اوریزه فارمټ دوهم منفي ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ.

د استرالیا او کوربه ویسټ انډیز ترمنځ د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ دوهمه دوهمه لوبه ترسره شوه چې پکې استرالیا په ۵۶ منډو له ماتې سره مخ شوه.

د لوبې په لومړي اننګز کې ویسټ انډیز «۱۹۶» منډوې جوړې کړې چې د استرالیا چټک توپ اجونکي میچل سټارک پرته د کومې ویکټ اخیستو ۴ اورونو کې «۴۹» زیاتې منډې ورکړې.

دا دوهم ځل دی چې میچل سټارک د کوم هېواد په وړاندې زیاتې «۴۹» منډې ورکوي، نوموړي لدې وړاندې په ۲۰۱۴م کال شل اوریزه نړیوال جام کې د همدغه ویسټ انډیز خلاف پرته د کومې ویکټ اخیستو «۵۱» منډې ورکړې وې چې نننۍ منډې یې دوهم لوی منفي ریکارډ ثبت شو.

میچل سټارک چې د ټپونو له امله اکثره وخت د نړیوالو تجاراتي لیګونو او ملي لوبډلې سره مل ندی بېرته راتګ یې خوشنی کونکی دی، سټارک لدې وړاندې هم د ویسټ انډیز خلاف د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ په لومړۍ لوبه کې ۴ اورونه ترسره کړل چې پرته د کومې ویکټ اخیستو یې «۴۰» منډې ورکړي وې.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې