دلوبغاړو په اړهمرکې

راشدخان:غواړم چې د افغانستان لپاره په څلورم پوزیشن لوبه ترسره کړم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي راشدخان د “کورټلي انډ کریشما شؤ” ژوندۍ بڼه بحث کې وویل، نوموړی د ورو بالینګ یا توپ اچونې ترڅنګ اوس ډیر کار په توپ وهنه هم کوي.

نوموړي وویل چې غواړي راتلوونکي څو کالونو کې د افغانستان لپاره په څلورم یا هم پنځم پوزیشن لوبو ته ځان رامخکې کړي.

“د تیرو دوو او دوه نیمو کالونو راهیسې زیات کار په توپ وهنه کوم، تر څو وکولای شم په وروستي ارډر کې د لوبډلې لپاره ۲۰- ۲۵ چټکې منډې جوړې کړم، پدې هیله یم چې راتلوونکو څو کالونو کې د لوبډلې لپاره په څلورم او یا هم په پنځم پوزیشن لوبې ترسره کړم.”

راشدخان چې په شل اوریز پارمټ کې په ښو لوبو شهرت لري ددې ترڅنګ یې ټیسټ کرکټ کې ښې لوبې کړي.

نوموړي شپږو ټیسټ لوبو کې ۱۰۶ منډې جوړې کړي او همداشان یې ۳۴ ویکټې اخیستي دي.

نوموړي د ټیسټ کرکټ او شل اوریز کرکټ د توپیرونو په اړه وویل:” هو! زه له ټیسټ کرکټ سره مینه لرم،تیرې پنځه ټیسټ لوبې مو د مختلفو ټیمونو خلاف ترسره کړې.زما په خیال ټیسټ کرکټ هم،ماته دا فرصت را کړ،تر څو زه خپله لوبې ته پکې وده او اصلاح ورکړم.ټیسټ کرکټ د لوبې یوه داسې بڼه ده چې تاسو پکې خپل مهارت ازمویلی شئ.خو شل اوریزو لوبو کې بیا دومره وخت نه وي چې خپل مهارت پکې وازمویئ.”

د یادونې وړ ده چې پدې وروستیو کې راشدخان د شل اوریزو لوبو کپتان ټاکل شوئ او وبه ګورو چې د نوموړي تر کپتانۍ لاندې افغان کرکټ لوبډله نړیوال جام کې څرنګه سیالۍ ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې