دلوبغاړو په اړهمرکېنړیوال کریکټ

د انګلستان لوبډلې قرانطین شوی لوبډلمشر وایي څه چې د هغه لوبډلې غړو او لوبډلمشر بین سټوکس وکړل ورته د باور وړ ندي.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې قرنطین شوي لوبډلمشر «ایون مورګن» وروسته له هغې د خپلې لوبډلې غړو او نوي لوبډلمشر بین سټوکس ستاینه وکړه چې په خپل کوربتوب یې د درې پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ لومړۍ دوه سیالۍ وګټلې.

۳۴ کلن ایون مورګن په خپل ټویټر کې ولیکل چې د اصلي ۱۵ لوبغاړو پرته د بین سټوکس او ځوانو لوبغاړو لاسته راوړی د باور وړ ندي.

مورګن په خپل ټویټر ولیکل: د جوفرا ارچر او جوس بټلر ټپي کېدل، ترڅنګ یې درې لوبغاړو د کرونا له امله نه شتون، بیا هم انګلستان لوبډلې ته د بین سټوکس او ځوانو لوبغاړو داسې لاسته راوړنې، راتلونکي سیالۍ ته سترګې په لاره یم.

باید ووایو چې د پاکستان خلاف سیالۍ د مخه د انګلستان درې مهم لوبغاړي، ایون مورګن، عادل راشید او جوني بریسټو په کرونا اخته شول او دوه مهم لوبغاړي جوس بټلر او جوفرا ارچر یېـد ټپونو له امله ګډون ونشو کولای.

که څه هم پاکستان باید د یادو لوبغاړو په نه شتون کې ښه ګټه پورته کړې وائ خو برعکس یې د لړۍ لومړۍ دواړه لوبې په لوی توپیر وبایللې.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې